سورت الشعراء، آیت 27

26:27

قَالَ إِنَّ رَسُولَكُمُ ٱلَّذِيٓ أُرۡسِلَ إِلَيۡكُمۡ لَمَجۡنُونٞ ٢٧

26-27 (فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى

تفسیر

فرعون وويل: پرته له شکه هغه کس چې ګومان کوي چې تاسوته را لېږل شوی، لېونی دی، نه پوهيږي چې څنګه ځواب ووايي او هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.