سورت الشعراء، آیت 227

26:227

إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ وَذَكَرُواْ ٱللَّهَ كَثِيرٗا وَٱنتَصَرُواْ مِنۢ بَعۡدِ مَا ظُلِمُواْۗ وَسَيَعۡلَمُ ٱلَّذِينَ ظَلَمُوٓاْ أَيَّ مُنقَلَبٖ يَنقَلِبُونَ ٢٢٧

26-227 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي

تفسیر

مګر له شاعرانو هغه کسان چې ايمان يې راوړی، ښه کارونه يې کړي، الله يې ډېر ياد کړی او د الله له دښمنانو يې غچ اخېستی وروسته له دې چې هغوی ظلم پرې کړی دی لکه حسان بن ثابت رضی الله عنه، او هغه کسان چې له الله سره په شريک نيولو او د هغه پر بندګانو يې په تيري کولو ظلم کړی دی ژر به هغوی پوه شي چې د هغوی لپاره څنګه د ورتګ ځای دی چې ورځي به؛ نو ژر دي چې داسې لوی ځای او دقيق حساب ته به وروګرځول شي.