سورت الشعراء، آیت 158

26:158

فَأَخَذَهُمُ ٱلۡعَذَابُۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَةٗۖ وَمَا كَانَ أَكۡثَرُهُم مُّؤۡمِنِينَ ١٥٨

26-158 نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو

تفسیر

نو هغې سزا ونيول چې له هغوی سره يې ژمنه شوې وه، چې هغه ځمکه ښورېدنه او چېغه وه، پرته له شکه د صالح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي.