سورت الروم، آیت 13

30:13

وَلَمۡ يَكُن لَّهُم مِّن شُرَكَآئِهِمۡ شُفَعَٰٓؤُاْ وَكَانُواْ بِشُرَكَآئِهِمۡ كَٰفِرِينَ ١٣

30-13 او د دوى لپاره به د دوى په شریكانو كې هېڅ شفاعت كوونكي نه وي او دوى به له خپلو شریكانو نه منكران (كافران) شي

تفسیر

او نه به وي دوی لره له هغو شریکانو څخه چې دوی یې په دنیا کې عبادت کولو څوک چې د دوی له عذاب څخه د ژغورلو سپارښتنه وکړي، او دوی به له خپلو شریکانو منکر وي، ځکه هغه مهال یې دوی رسوا کړل چې دوی ورته اړتیا لرله؛ ځکه ټول په تباه کېدو کې سره برابر شول.