وَءَاتُواْ ٱلنِّسَآءَ صَدُقَٰتِهِنَّ نِحۡلَةٗۚ فَإِن طِبۡنَ لَكُمۡ عَن شَيۡءٖ مِّنۡهُ نَفۡسٗا فَكُلُوهُ هَنِيٓـٔٗا مَّرِيٓـٔٗا ٤
4-4 او ښځو ته د هغوى مهرونه په خوشحالۍ سره وركړئ، بیا كه دوى تاسو ته له هغه (مهر) نه څه شى د زړه په خوشحالۍ سره دركړي، نو هغه خورئ، چې ښه خوندوَر حلال (او) بې ضرره دى
تفسیر
او ښځو ته د هغوی مهرونه د واجب سوغات په توګه ورکړئ، نو که چیرته یې د خپل مهر نه یو څه له زړه نه تاسې ته درکاوه پرته لدې چې اړ یې باسئ دې کار ته؛ نو بیا یې په اسانۍ سره وخورئ چې هیڅ تکلیف پکې نه وي.