سورت النساء، آیت 18

4:18

وَلَيۡسَتِ ٱلتَّوۡبَةُ لِلَّذِينَ يَعۡمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ حَتَّىٰٓ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ ٱلۡمَوۡتُ قَالَ إِنِّي تُبۡتُ ٱلۡـَٰٔنَ وَلَا ٱلَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمۡ كُفَّارٌۚ أُوْلَٰٓئِكَ أَعۡتَدۡنَا لَهُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا ١٨

4-18 او د هغه چا لپاره توبه نشته چې لګیا وي ګناهونه كوي، تر دې چې كله په دوى كې یو كس ته مرګ راشي، (بیا د ځنكدن په وخت كې) وايي:بېشكه زما اوس توبه ده او نه د هغو كسانو لپاره (توبه شته) چې د كافرتوب په حالت كې مري، دغه كسان چې دي؛ مونږ د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى

تفسیر

او الله د هغو کسانو توبه نه قبلوي چې پر ګناهونو ټينګار کوي او تر هغه توبه نه ترې وباسي ترڅو يې د مرګ سختۍ نه وي ليدلې، دغه مهال بيا له هغوی يو تن وايي: ما اوس له هغو ګناهونو توبه اېستلې چې کړي مې دي او همدارنګه الله د هغو کسانو توبه نه مني چې پر کفر د ټينګار کولو په حال کې مړه کيږي، همدوی پر ګناهونو ټينګار کوونکي سرغړوونکي دي او څوک چې د کفر په حالت کې مړه کيږي د هغوی لپاره مو دردوونکی عذاب چمتو کړی دی.