سورت النساء، آیت 133

4:133

إِن يَشَأۡ يُذۡهِبۡكُمۡ أَيُّهَا ٱلنَّاسُ وَيَأۡتِ بِـَٔاخَرِينَۚ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ قَدِيرٗا ١٣٣

4-133 كه هغه وغواړي تاسو به فنا كړي اى خلقو! او نور خلق به راولي او الله په دې باندې ښه قادر دى

تفسیر

که وغواړي نو مړه به کړي تاسې ټول -ای خلکو- او رابه ولې نور خلک په غیر ستاسو څخه چې د هغه تابعداري به کوي او نافرماني به يې نه کوي، او دی الله تعالی په دې باندې قدرت لرونکی.