سورت النساء، آیت 124

4:124

وَمَن يَعۡمَلۡ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِن ذَكَرٍ أَوۡ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤۡمِنٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ يَدۡخُلُونَ ٱلۡجَنَّةَ وَلَا يُظۡلَمُونَ نَقِيرٗا ١٢٤

4-124 او چې چا هم د نېكیو عمل وكړ، نر وي يا كه ښځه، خو چې مومن وي، نو دغه خلق به جنت ته داخلېږي او پر دوى به د كجورې د زړي د داغ هومره ظلم هم نه كېږي

تفسیر

او هر هغه څوک چې وکړي د نیکیو د کارونو څخه که نر وي او که زنانه وي او حال دا چې ایمان لرونکی وي په الله تعالی باندې په حقه سره نو پس دغه هغه خلک دي چې یوځای کړي دي ایمان او نیک کار؛ ننوځې به جنت ته، او نه به شي کمیدلی د دوی د عملونو د ثواب څخه هیڅ شی، او اګر که وي د دوی دغه عمل په لږوالي کې د خرما د زړې د هغه تور داغ په اندازه.