سورت النساء، آیت 104

4:104

وَلَا تَهِنُواْ فِي ٱبۡتِغَآءِ ٱلۡقَوۡمِۖ إِن تَكُونُواْ تَأۡلَمُونَ فَإِنَّهُمۡ يَأۡلَمُونَ كَمَا تَأۡلَمُونَۖ وَتَرۡجُونَ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا يَرۡجُونَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ١٠٤

4-104 او تاسو د دغو (كافرو) خلقو په لټون كې سستي (كمزوري) مه كوئ، كه تاسو یئ چې په تكليف كېږئ، نو بېشكه هغوى (هم) په تكليف كېږي، لكه څنګه چې تاسو په تكليف كېږئ او تاسو له الله نه د هغه څه امېد لرئ چې هغوى يې امېد نه لري او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى

تفسیر

او تاسو مه کمزوري کیږئ -ای مومنانو- او سستي مه کوئ په لټولو او تعقیبولو د دښمن ستاسو کې د کافرانو څخه، نو پس که چیرته تاسو دردمن کیږئ د هغه مرګ او زخم له وجی چې تاسو ته دررسیږي نو یقینا هغوی هم دغه شان دردمن کیږي لکه څرنګه چې تاسو دردمن کیږئ، او هغوی ته هم هغه شان تکلیفونه رسیږي لکه څرنګه چې تاسو ته دررسیږي، نو د هغوی صبر دې ستاسو له صبر څخه زیات نه وي، پس تاسو امید لرئ د الله تعالی څخه د ثواب او مدد او مرستې چې هغوی یې امید نه لري، او دی الله تعالی پوه په احوالو د خپلو بندګانو، حکمت والا دی په خپل تدبیر او شرع کې.