سورت النصر، آیت 3

110:3

فَسَبِّحۡ بِحَمۡدِ رَبِّكَ وَٱسۡتَغۡفِرۡهُۚ إِنَّهُۥ كَانَ تَوَّابَۢا ٣

110-3 نو ته پاكي بیانوه د خپل رب له ستاينې سره او له ده نه مغفرت غواړه، بېشكه دى تل ښه توبه قبلوونكى دى

تفسیر

نو پوه شه چې دغه د هغه کار د پای ته رسېدلو د رانېږدې کېدو نښه ده چې ته ورسره لېږل شوی وې، نو د خپل پالونکي پاکي دې بيانوه، د هغه پر مرسته او بريا د شکر اېستلو لپاره، بېشکه هغه د خپلو بندګانو د توبې ډېر قبلوونکی دی او هغوی بښي.