سورت النمل، آیت 41

27:41

قَالَ نَكِّرُواْ لَهَا عَرۡشَهَا نَنظُرۡ أَتَهۡتَدِيٓ أَمۡ تَكُونُ مِنَ ٱلَّذِينَ لَا يَهۡتَدُونَ ٤١

27-41 ويې ويل:هغې ته خپل تخت نا اشنا كړئ چې وګورو ایا پېژني يې، یا كېږي له هغو كسانو نه چې نه يې پېژني

تفسیر

سليمان عليه السلام وويل: د هغې د پاچايۍ تخت له خپل پخواني حالت څخه ورته بدل کړئ چې وګورو: آيا هغه خپل تخت پېژندلی شي او که له هغو کسانو کيږي چې د خپلو شيانو پېژندګلوۍ ته لار نشي موندلی.