سورت النمل، آیت 36

27:36

فَلَمَّا جَآءَ سُلَيۡمَٰنَ قَالَ أَتُمِدُّونَنِ بِمَالٖ فَمَآ ءَاتَىٰنِۦَ ٱللَّهُ خَيۡرٞ مِّمَّآ ءَاتَىٰكُمۚ بَلۡ أَنتُم بِهَدِيَّتِكُمۡ تَفۡرَحُونَ ٣٦

27-36 نو كله چې هغه (استازى) سلیمان ته راغى، (نو سلیمان ورته) وویل: ایا تاسو په مال سره زما مدد كوئ، نو هغه چې ما ته الله راكړى دى (هغه) ډېر غوره دى له هغه نه چې تاسو ته يې دركړى دى، بلكې تاسو په خپلې ډالۍ سره خوشالېږئ

تفسیر

کله چې د هغې استازی او له هغه سره يې مرستندويان راغلل او سليمان ته يې ډالۍ را اخېستې وې، سليمان د هغوی د ډاليو رالېږل بد وګڼل ويې ويل: آيا تاسو مې په مالونو مرسته کوئ تر څو له تاسو وګرځم، کوم نبوت، پاچايي او مال چې الله ماته راکړي هغه غوره دي له هغه څه چې تاسو ته يې درکړي، بلکې تاسو پر هغه څه خوشحالېږئ چې د دنيا لږه توښه درکول کيږي.