سورت النحل، آیت 71

16:71

وَٱللَّهُ فَضَّلَ بَعۡضَكُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖ فِي ٱلرِّزۡقِۚ فَمَا ٱلَّذِينَ فُضِّلُواْ بِرَآدِّي رِزۡقِهِمۡ عَلَىٰ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُمۡ فَهُمۡ فِيهِ سَوَآءٌۚ أَفَبِنِعۡمَةِ ٱللَّهِ يَجۡحَدُونَ ٧١

16-71 او الله ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې په رزق كې غوره كړي دي، نو هغه كسان چې غوره كړى شوي دي هغوى خپل رزق لره ورګرځوونكي (وركوونكي) نه دي هغو كسانو ته چې دوى يې مالكان شوي دي، (د دوى وينځې غلامان دي) نو دوى په دغه (رزق) كې برابر دي؟ ایا نو د الله له نعمتونو نه دوى انكار كوي

تفسیر

او الله پاک بعضې ستاسې نه په بعضو نورو غوره کړي دي د هغه رزق له وجې نه چې تاسې ته يې درکړی، نو په تاسې کې يې غریب او مالدار پیدا کړي، او مشر (واکدار) او کشر يې پیدا کړی، نو ندي هغه کسان چې الله تعالی د رزق په وجه غوره کړي؛ ورګرځوونکي د هغه رزق چې دوی ته الله تعالی ورکړی خپلو غلامانو ته داسې چې دوی پکې یوشان شریک شي د دوی سره په بادشاهۍ کې، نو څرنګه دوی خوښوي الله تعالی لره شریکان د هغه د غلامانو (بندګانو) نه، او دوی د ځان لپاره دا نه خوښوي چې د دوی غلامان دې د دوی سره یو شان شریک شي؟ نو دا څومره ظلم دی، او د دې څخه به کوم لوی انکار وي د الله تعالی د نعمتونو نه؟!.