سورت النحل، آیت 54

16:54

ثُمَّ إِذَا كَشَفَ ٱلضُّرَّ عَنكُمۡ إِذَا فَرِيقٞ مِّنكُم بِرَبِّهِمۡ يُشۡرِكُونَ ٥٤

16-54 بیا كله چې هغه له تاسو نه تكلیف لرې كړي (، نو) ناڅاپه یوه ډله په تاسو كې له خپل رب سره شریكان جوړوي

تفسیر

بیا چې کله الله تعالی ستاسې دعا قبوله کړي نو ستاسې څخه هغه مصیبت لرې کړي چې کوم درته رسیدلی و نو په دغه وخت کې یوه ډله ستاسې نه د خپل رب سره شریکان جوړوي، داسې چې د هغه سره د بل چا بندګي هم کوي، نو دا څومره بد کار دی؟!.