لِيُبَيِّنَ لَهُمُ ٱلَّذِي يَخۡتَلِفُونَ فِيهِ وَلِيَعۡلَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَنَّهُمۡ كَانُواْ كَٰذِبِينَ ٣٩
16-39 لپاره د دې چې د دوى لپاره هغه شى ښه واضحه كړي چې دوى په هغه كې اختلاف كوي او لپاره د دې چې هغه كسان چې كفر يې كړى دى، پوه شي چې یقینًا دوى دروغژن وو
تفسیر
الله تعالی به ټول بیرته د قیامت په ورځ د دې لپاره راژوندي کوي چې ښکاره کړي دوی ته حقیقت د هغه څه چې دوی په کې اختلاف کاوه د الله تعالی د یووالي او بیرته راژوندي کولو او پیغمبرۍ نه، او د دې لپاره چې کافرانو ته پته ولږي چې یقینا دوی دروغجن وو په خپله دې دعوه کې چې ګویا کې د الله تعالی سره نور شریکان هم شته او د دوی په انکار کولو کې د بیرته راژوندي کولو نه.