إِن تَحۡرِصۡ عَلَىٰ هُدَىٰهُمۡ فَإِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَن يُضِلُّۖ وَمَا لَهُم مِّن نَّٰصِرِينَ ٣٧
16-37 كه ته د دوى په هدایت راړولو باندې حرص وكړې، نو بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې هغه يې ګمراه كړي او د دوى لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
تفسیر
که چیرته ته کوشش وکړې -ای پیغمبره- څومره چې ستا وسه وي د رابللو د دوی (توحید ته)، او ته حرص وکړې د دوی په هدایت باندې، او له اسبابو هم کار واخلې؛ نو یقینا الله تعالی د هدایت توفیق هغه چا ته نه ورکوي چې ګمراه يې کړي، او نشته دوی لره د الله تعالی نه پرته بل څوک چې د دوی مدد وکړي په بچ کولو د عذاب سره د دوی نه.