سورت النحل، آیت 119

16:119

ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ عَمِلُواْ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَٰلَةٖ ثُمَّ تَابُواْ مِنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَ وَأَصۡلَحُوٓاْ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعۡدِهَا لَغَفُورٞ رَّحِيمٌ ١١٩

16-119 بیا بېشكه ستا رب هغو كسانو ته چې بدي يې په ناپوهۍ سره كړې ده، بیا يې له دې نه بعد توبه ووېستله او اصلاح يې وكړه، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه بعد خامخا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

تفسیر

بیا یقینا ستا رب -ای پېغمبره- هغو کسانو لره چې بدۍ کوي او له انجام څخه یې ناخبره وي او اګر که هغوی یې قصدا کوي، بیا توبه وباسي الله تعالی ته وروسته د بدیو د کولو نه، او برابر کړي خپل د فساد والا عملونه، یقینا ستا رب وروسته د توبې نه خامخا بخنه کوونکی د دوی د ګناهونو دی، په دوی باندې مهربانه دی.