ثُمَّ إِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِينَ هَاجَرُواْ مِنۢ بَعۡدِ مَا فُتِنُواْ ثُمَّ جَٰهَدُواْ وَصَبَرُوٓاْ إِنَّ رَبَّكَ مِنۢ بَعۡدِهَا لَغَفُورٞ رَّحِيمٞ ١١٠
16-110 بیا بېشكه ستا رب د هغو كسانو لپاره چې هجرت يې كړى دى وروسته له دې چې په فتنو كې واچول شول، بیا يې جهاد هم كړى دى او صبر يې كړى دى، بېشكه ستا رب له دې نه پس خامخا ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى
تفسیر
بیا وروسته له دې نه ستا رب -ای پیغمبره- خامخا بخنه کوونکی او مهربانی دی په کمزورو ګڼل شویو مومنانو هغوی چې د مکې مکرمې نه یې مدینې منورې ته هجرت کړی و کله چې دوی ته مشرکینو عذاب ورکړی و او دوی یې په خپل دین کې په امتحان کړی وو تر دې چې دوی د کفر کلمه وویله او حال دا چې زړونه یې په ایمان باندې کلک وو، بیا یې د الله تعالی په لار کې جهاد وکړ د دې لپاره چې د الله تعالی د دین کلمه اوچته شي، او د کافرانو کلمه ټيته شي، او په دې لار کې یې په تکلیفونو باندې صبر هم وکړ، یقینا ستا رب وروسته د دې فتنې څخه چې دوی پرې اخته شوی وو، او د هغه عذاب څخه چې دوی ته پرې عذاب ورکړل شوی وو تر دې چې د کفر کلمه یې وویله؛ خامخا بخنه کوونکی دی دوی ته، مهربانه دی په دوی باندې، ځکه چې دوی د کفر کلمه نه وه ویلې مګر د زور د وجې نه.