سورت القمر، آیت 55

54:55

فِي مَقۡعَدِ صِدۡقٍ عِندَ مَلِيكٖ مُّقۡتَدِرِۭ ٥٥

54-55 د راستۍ په مجلس كې به وي، له لوى قدرت لرونكي بادشاه سره

تفسیر

په حق مجلس کې چې بې ځایه خبره او ګناه به پکې نه وي، د داسې څښتن په وړاندې چې د هر څه څښتن دی، داسې ځواکمن چې له هيڅ شي نه بې وسې کيږي، نو له هغوی به د هغه څه په اړه پوښتنه نه کيږي چې کوم تلپاتې نعمتونه ترلاسه کوي.