سورت القمر، آیت 50

54:50

وَمَآ أَمۡرُنَآ إِلَّا وَٰحِدَةٞ كَلَمۡحِۭ بِٱلۡبَصَرِ ٥٠

54-50 او زمونږ امر نه دى مګر یو ځل دى، لكه د سترګو رپول

تفسیر

او زموږ امر چې کله د يو شي اراده وکړو له دې پرته بل څه نه دی چې يوه کلمه ووايو چې هغه ته: شه، نو هغه څه کيږي چې موږ يې غواړو ډېر په منډه لکه د سترګو د رپ غوندې.