خَٰشِعَةً أَبۡصَٰرُهُمۡ تَرۡهَقُهُمۡ ذِلَّةٞۖ وَقَدۡ كَانُواْ يُدۡعَوۡنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ وَهُمۡ سَٰلِمُونَ ٤٣
68-43 په داسې حال كې چې د دوى سترګې به ذلیله (او ټیټې) وي، دوى به ذلت راګېر كړي وي او یقینًا دوى به سجدې كولو ته رابللى شول، په داسې حال كې چې روغ رمټ به وو
تفسیر
سترګې به ټيټې وي، چې رسوايي او پښېماني به پرې خپره وي، په داسې حال کې چې په دنيا کې له هغوی غوښتنه کېده چې الله ته سجده وکړي او هغوی له هغه څه په سلامتۍ کې وو چې نن پکې اخته دي.