سورت المزمل، آیت 5

73:5

إِنَّا سَنُلۡقِي عَلَيۡكَ قَوۡلٗا ثَقِيلًا ٥

73-5 بېشكه مونږ به خامخا په تا باندې ډېر دروند قول نازلوو

تفسیر

اې رسوله! پرته له شکه موږ پرتا قرآن نازلوو، چې هغه درنده وينا ده؛ ځکه په هغې کې فرائض، حدود، حکمونه، آداب او داسې نور دي.