سورت الممتحنة، آیت 6

60:6

لَقَدۡ كَانَ لَكُمۡ فِيهِمۡ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ لِّمَن كَانَ يَرۡجُواْ ٱللَّهَ وَٱلۡيَوۡمَ ٱلۡأٓخِرَۚ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡغَنِيُّ ٱلۡحَمِيدُ ٦

60-6 یقینًا یقینًا تاسو لپاره په دغو كې ډېر ښكلې (قابلِ اقتدا) طریقه ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د اخري ورځې امېد لري او هر هغه څوك چې مخ واړوي، نو بېشكه الله، هم دى غني (ډېر بې پروا)، ښه ستايل شوى دى

تفسیر

بیشکه دغه ښایسته تکلاره هغه څوک تعقیبوي چې په دنيا او آخرت کې له الله څخه د خېر هيله لري، او څوک چې له دغې غوره پیروۍڅخه مخ اړوي؛ نو الله له خپلو بندګانو څخه بې پروا (غني) دی، د هغوی پيروۍ ته اړتيا نه لري، او هغه په هرحال ستايل شوی دی.