سورت المؤمنون، آیت 21

23:21

وَإِنَّ لَكُمۡ فِي ٱلۡأَنۡعَٰمِ لَعِبۡرَةٗۖ نُّسۡقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهَا وَلَكُمۡ فِيهَا مَنَٰفِعُ كَثِيرَةٞ وَمِنۡهَا تَأۡكُلُونَ ٢١

23-21 او بېشكه تاسو لپاره په څارويو كې یقینًا لوى عبرت دى، مونږ په تاسو له هغو (پیو) نه درڅښوو چې د هغو (څارويو) په ګېډو كې دي او تاسو لپاره په دوى كې ډېرې فايدې دي او له دوى نه تاسو خوړل (هم) كوئ

تفسیر

او بېشکه ستاسو لپاره ای خلکو! په څارويو(اوښانو، غواوو او پسونو) کې پند دی او لارښوونه ده چې د الله قدرت او پېرزوينې ته پرې لار پيداکوئ، موږ د دغو څارويو له ګېډو تاسو ته خالصې مزې دارې شېدې درڅښو، او په دغو کې تاسوته ډېرې ګټې چې ترلاسه کوئ يې لکه سپرلۍ، وړۍ، پشم، وېښتان، او د هغو له غوښو خوراک کوئ.