سورت المؤمنون، آیت 18

23:18

وَأَنزَلۡنَا مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءَۢ بِقَدَرٖ فَأَسۡكَنَّٰهُ فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابِۭ بِهِۦ لَقَٰدِرُونَ ١٨

23-18 او مونږ له بره نه په اندازې سره اوبه نازلې كړې، بیا مو هغه په ځمكه كې وساتلې او بېشكه مونږ د هغې په بېولو یقینًا قادر یو

تفسیر

او له آسمانه مو د باران اوبه د اړتيا په اندازه نازلې کړې دي، نه زياتې دي چې ورانکاری وکړي او نه کمې دي چې بسنه ونه کړي، په زمکه کې مو داسې ځای پرځای کړې دي چې خلک او څاروي ګټه ترې اخلي او موږ د دې توان لرو چې له منځه يې يوسو او تاسو ګټه ترې وا نخلئ.