ثُمَّ خَلَقۡنَا ٱلنُّطۡفَةَ عَلَقَةٗ فَخَلَقۡنَا ٱلۡعَلَقَةَ مُضۡغَةٗ فَخَلَقۡنَا ٱلۡمُضۡغَةَ عِظَٰمٗا فَكَسَوۡنَا ٱلۡعِظَٰمَ لَحۡمٗا ثُمَّ أَنشَأۡنَٰهُ خَلۡقًا ءَاخَرَۚ فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ أَحۡسَنُ ٱلۡخَٰلِقِينَ ١٤
23-14 بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكي وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى
تفسیر
بيا مو وروسته له دې په رحم کې ځای پرځای شوې نطفه د وينې سره ټوټه وګرځوله، بيا مو دغه د وينې سره ټوټه د ژوول شوې غوښې غوندې ټوټه وګرځوله، بيا مو دغې د غوښې ټوټې ته سخت هډوکي ور پيداکړل، چې دغو هډوکو ته مو غوښه ورواغوستله، بيا مو په هغه کې د روح په پو کولو او د ژوند حالت ته په را اېستلو بل مخلوق وګرځاوه؛ نو الله برکتناک دی او ترټولو غوره پيداکوونکی دی.