فَٱتَّخَذۡتُمُوهُمۡ سِخۡرِيًّا حَتَّىٰٓ أَنسَوۡكُمۡ ذِكۡرِي وَكُنتُم مِّنۡهُمۡ تَضۡحَكُونَ ١١٠
23-110 نو تاسو به هغوى مسخره كړى شوي نیول، تر دې چې دوى له تاسو نه زما یاد (هم) هېر كړ او تاسو به پر هغوى پورې خندل
تفسیر
نو تاسو دغه خپل رب ته بلونکي مومنان داسې د ملنډو محل وګرځول چې پر هغوی مو مسخرې کولې او ملنډې مو پرې وهلې تردې چې پر هغوی د ملنډو وهلو د بوختيا له امله مو خپل ځانونه زما له يادولو هېر کړل او تاسو د مسخرو او ملنډو په توګه پر هغوی پورې خندل.