سورت الملك، آیت 23

67:23

قُلۡ هُوَ ٱلَّذِيٓ أَنشَأَكُمۡ وَجَعَلَ لَكُمُ ٱلسَّمۡعَ وَٱلۡأَبۡصَٰرَ وَٱلۡأَفۡـِٔدَةَۚ قَلِيلٗا مَّا تَشۡكُرُونَ ٢٣

67-23 ته (دوى ته) ووایه: دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ او تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړي دي (خو) تاسو ډېر لږ شكر وباسئ

تفسیر

اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړي ياست، او تاسې لره يې داسې غوږونه درکړي چې پرې اورئ، او داسې سترګې چې پرې وينئ، او داسې زړونه چې پرې پوهېږئ، خو لږ له تاسو د الله پر هغو نعمتونو شکر باسئ چې درباندې پېرزو کړي يې دي.