سورت المائدة، آیت 91

5:91

إِنَّمَا يُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُوقِعَ بَيۡنَكُمُ ٱلۡعَدَٰوَةَ وَٱلۡبَغۡضَآءَ فِي ٱلۡخَمۡرِ وَٱلۡمَيۡسِرِ وَيَصُدَّكُمۡ عَن ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَعَنِ ٱلصَّلَوٰةِۖ فَهَلۡ أَنتُم مُّنتَهُونَ ٩١

5-91 یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟

تفسیر

بیشکه شیطان اراده لري چې تاسو ته نشه یې شیان او جواري(قمار) په زړه پورې کارونه وګرځوي، او ستاسو په زړونو کې یو بل ته دښمني او کینه واچوي،او د الله له یادولو او لمانځه څخه مو وباسي، نو آیا تاسو –ای مومنانو- پریښودونکي یاست دې منکراتو لره؟ هیڅ شک نشته چې دا ستاسو سره مناسبه ده، نو تاسو (د دې شیانو نه) بند شئ.