وَإِذَا سَمِعُواْ مَآ أُنزِلَ إِلَى ٱلرَّسُولِ تَرَىٰٓ أَعۡيُنَهُمۡ تَفِيضُ مِنَ ٱلدَّمۡعِ مِمَّا عَرَفُواْ مِنَ ٱلۡحَقِّۖ يَقُولُونَ رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَٱكۡتُبۡنَا مَعَ ٱلشَّٰهِدِينَ ٨٣
5-83 او كله چې دوى هغه (قرآن) واوري چې رسول ته نازل كړى شوى دى (، نو) ته به د دوى سترګې وینې چې اوښکې به ترې بهېږي، په سبب د هغه حق چې دوى وپېژنده، دوى وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه
تفسیر
او دا خلک لکه –نجاشي او د هغه ملګري- زړونه یې نرم دي، هغه داسې چې دوی ژاړي د خشوع له وجې نه په وخت د اوریدلو د هغه څه چې نازل شوي د قران کریم نه کله چې دوی پوه شول چې یقینا دا حق دی؛ د وجې د پوهې د دوی نه په هغه څه چې عیسی –علیه السلام- پرې راتګ کړی، وایې دوی: ای ربه زمونږه! مونږ ایمان راوړی په هغه څه چې تا رالیږلي په خپل پیغمبر محمد –صلی الله علیه وسلم- باندې، نو ته ولیکه مونږه –ای ربه-! د محمد –صلی الله علیه وسلم- د امت سره هغه چې دلیل به وي په ټولو خلکو باندې د قیامت په ورځ.