سورت المائدة، آیت 8

5:8

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُونُواْ قَوَّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِٱلۡقِسۡطِۖ وَلَا يَجۡرِمَنَّكُمۡ شَنَـَٔانُ قَوۡمٍ عَلَىٰٓ أَلَّا تَعۡدِلُواْۚ ٱعۡدِلُواْ هُوَ أَقۡرَبُ لِلتَّقۡوَىٰۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ ٨

5-8 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى ! تاسو د الله لپاره (په حق باندې) مضبوط ولاړ اوسئ، چې په انصاف سره ګواهي كوونكي یئ او د یو قوم بغض دې تاسو دې ته راپورته نه كړي چې تاسو عدل ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقوا ته ډېر نژدې دى او له الله نه ووېرېږئ، بیشكه الله ښه خبر دى پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ

تفسیر

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی په الله تعالی او د هغه په رسول، شئ تاسې ولاړ په حقونو د الله تعالی په تاسو باندې لټوونکي یاست په دې سره مخ د الله تعالی، او شئ تاسو ګواهي ورکوونکي په عدل او انصاف سره نه په ظلم سره، او اړ دې نه باسي تاسو لره حسد او کینه د یو قوم په پریښودلو د عدل سره، نو عدل چې دی مطلوب دی د دوست او دښمن سره، پس د دواړو سره انصاف وکړئ، او عدل چې دی ډیر نزدې دی ویریدلو ته د الله تعالی څخه، او ظلم ډیر نزدې دی په اقدام او جرأت کولو سره د هغه په وړاندې، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، بیشکه الله تعالی خبردار دی په هغه څه چې تاسو یې کوئ، نه شي پټیدلی په هغه باندې هیڅ شي ستاسو د عملونو څخه، او خامخا به درله پرې بدلې درکوي.