سورت المائدة، آیت 69

5:69

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَٱلَّذِينَ هَادُواْ وَٱلصَّٰبِـُٔونَ وَٱلنَّصَٰرَىٰ مَنۡ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا فَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ ٦٩

5-69 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هغه كسان چې یهودیان او صابیان او نصرانیان دي، هر چا چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړ او نېك عمل يې وكړ، نو په دوى باندې نه څه وېره شته او نه به دوى غمژن كېږي

تفسیر

یقینا مومنان او یهودیان او صابئین (چې دا یوه ډله ده د بعضې پیغمبرانو د تابعدارانو نه) او نصرانیان، چاچې ایمان راوړو د دوی نه په الله تعالی او په ورځ د قیامت او عمل یې وکړ نیک، نو نه به وي ویره په دوی باندې په راتلونکي وخت کې، او نه به دوی غمجن وي په هغه څه چې د دوی نه په دنیا کې پاتي شوي وي.