أَلَمۡ تَعۡلَمۡ أَنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَيَغۡفِرُ لِمَن يَشَآءُۗ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٞ ٤٠
5-40 ایا ته پوه نه يې چې بېشكه خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى
تفسیر
بیشکه تاته پته ده –ای پیغمبره- چې یقینا خاص الله تعالی لره بادشاهي د اسمانونو او د ځمکې ده واک پکې چلوي څرنګه چې يې خوښه شي، او بیشکه الله تعالی عذاب ورکوي چاته وغواړي په انصاف سره، او بخښنه کوي چاته چې وغواړي په خپلې مهربانۍ سره، بیشکه الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی ترې نشې بچ کیدلی.