سورت المائدة، آیت 16

5:16

يَهۡدِي بِهِ ٱللَّهُ مَنِ ٱتَّبَعَ رِضۡوَٰنَهُۥ سُبُلَ ٱلسَّلَٰمِ وَيُخۡرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذۡنِهِۦ وَيَهۡدِيهِمۡ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ١٦

5-16 چې په ده سره الله د سلامتۍ د لارو هدایت كوي هغه چا ته چې د هغه (الله) د رضا تابع وي او هغه په خپل حكم سره دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي او دوى ته د نېغې لارې هدایت كوي

تفسیر

لارښوونه کوي الله تعالی په دې کتاب سره هغه چاته چې تابعداري يې کړي وي د هغه څه چې الله تعالی پرې راضي کیږي د ایمان او نیک عمل څخه لارې د خلاصون ته د الله تعالی له عذاب څخه، او هغه لارې رسیدونکې دې جنت ته، او راوباسي دوی له تیارو د کفر او ګناه څخه رڼاګانو د ایمان او تابعدارۍ ته په خپل حکم، او توفیق ورکوي دوی ته لارې برابرې نیغې ته چې هغه د اسلام لار ده.