سورت الليل، آیت 13

92:13

وَإِنَّ لَنَا لَلۡأٓخِرَةَ وَٱلۡأُولَىٰ ١٣

92-13 او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى)

تفسیر

او پرته له شکه چې د آخرت ژوند موږ لره دی او د دنيا ژوند هم موږ لره دی، په دواړو کې چې څنګه غواړو تصرف کوو، او له موږ پرته دا بل هيچا لره هم نه دي.