سورت الكهف، آیت 98

18:98

قَالَ هَٰذَا رَحۡمَةٞ مِّن رَّبِّيۖ فَإِذَا جَآءَ وَعۡدُ رَبِّي جَعَلَهُۥ دَكَّآءَۖ وَكَانَ وَعۡدُ رَبِّي حَقّٗا ٩٨

18-98 دغه زما د رب له جانبه یو رحمت دى، نو كله چې زما د رب وعده راشي دا به له ځمكې سره هموار وګرځوي او زما د رب وعده حقه ده

تفسیر

ذو القرنین وویل: دا د دیوال زما د رب د مهربانۍ څخه دی چې حایل دی د یاجوج او ماجوج او د هغوی د فساد کولو ترمنځ په ځمکه کې، او د فساد څخه ئې منعه کوي، نو کله چې هغه وخت راشي چې الله تعالی د دوی د راوتلو لپاره مقرر کړی مخکې د قیامت د قایمیدلو نه نو دا دیوال به د ځمکې سره برابر کړي، او ده وعده د الله تعالی- په هموارولو د دې دېوال د ځمکې سره او په راویستلو د یاجوج او ماجوج- ثابته چې هیڅ وروسته والی پکې نشته.