سورت الكهف، آیت 96

18:96

ءَاتُونِي زُبَرَ ٱلۡحَدِيدِۖ حَتَّىٰٓ إِذَا سَاوَىٰ بَيۡنَ ٱلصَّدَفَيۡنِ قَالَ ٱنفُخُواْۖ حَتَّىٰٓ إِذَا جَعَلَهُۥ نَارٗا قَالَ ءَاتُونِيٓ أُفۡرِغۡ عَلَيۡهِ قِطۡرٗا ٩٦

18-96 تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (،نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه پر دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه وغورځوم

تفسیر

راوړئ ما ته د اوسپنې ټوټې، نو هغوی راوړلې نو شروع شو چې کیښودلې ئې دا په منځ د دواړو غرونو کې، تر دې چې دا دواړه غرونه د دې تختو په کیښودلو سره برابر کړل نو کاریګرو ته ئې وویل: په دې ټوټو باندې اور بل کړئ، تر دې چې ښې سرې او ګرمې شوې د اوسپنې ټوټي وئې ویل: راوړئ ما ته پیتل (زیړ) چې په دې باندې واړووم.