إِنَّا مَكَّنَّا لَهُۥ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَءَاتَيۡنَٰهُ مِن كُلِّ شَيۡءٖ سَبَبٗا ٨٤
18-84 بېشكه مونږ هغه ته په ځمكه كې اقتدار وركړى و او مونږ هغه ته له هر شي نه یوه لاره (او وسيله) وركړې وه
تفسیر
یقینا مونږ طاقت ورکړی و هغه لره په ځمکه کې، او ورکړی مو و دې ته د هر یو شي نه چې د هغه ورته ضرورت و یوه لاره چې خپل مقصد ته پرې ورسېږي.