سورت الكهف، آیت 27

18:27

وَٱتۡلُ مَآ أُوحِيَ إِلَيۡكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَۖ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَٰتِهِۦ وَلَن تَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلۡتَحَدٗا ٢٧

18-27 او ته لوله هغه چې تا ته د خپل رب له كتابه وحي كړى شوى دى، د هغه (الله) كلمو لره هیڅوك بدلوونكى نشته او له هغهٔ نه غیر به ته له سره هېڅ پناه ځاى ونه مومې

تفسیر

او لوله د قرآن کریم څخه، نو نشته څوک بدلوونکی د هغه د کلمو؛ ځکه چې هغه ټولې ریښتیا دي او د انصاف نه ډک دي، او هیچیرې به ته بیا نه مومې په غیر د الله پاک نه ځای د پناه چې پناه ورته ویسې، او نه څوک پناه نیوونکی چې پناه پرې ونیسې پرته له هغه نه.