سورت الكهف، آیت 22

18:22

سَيَقُولُونَ ثَلَٰثَةٞ رَّابِعُهُمۡ كَلۡبُهُمۡ وَيَقُولُونَ خَمۡسَةٞ سَادِسُهُمۡ كَلۡبُهُمۡ رَجۡمَۢا بِٱلۡغَيۡبِۖ وَيَقُولُونَ سَبۡعَةٞ وَثَامِنُهُمۡ كَلۡبُهُمۡۚ قُل رَّبِّيٓ أَعۡلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعۡلَمُهُمۡ إِلَّا قَلِيلٞۗ فَلَا تُمَارِ فِيهِمۡ إِلَّا مِرَآءٗ ظَٰهِرٗا وَلَا تَسۡتَفۡتِ فِيهِم مِّنۡهُمۡ أَحَدٗا ٢٢

18-22 ژر به دغه(خلق) وايي چې (دوى) درې دي، د دوى څلورم د دوى سپى دى او وايي به ځينې چې (دوى) پنځه دي، د دوى شپږم د دوى سپى دى، په داسې حال كې چې بې نښې نالیدلي ویشتل كوي او وايي به چې (دوى) اوه دي او د دوى اتم د دوى سپى دى، ته ووایه: زما رب د دوى پر شمېر ښه عالم دى، پر دوى خبر (او عالِم) نه دي مګر ډېر لږ (خلق)، نو ته د دوى په باره كې له سرسري بحث نه غیر نور بحث مه كوه او ته د دوى په باره كې په دغو (اهل كتابو) كې له هیچا نه فتوٰى مه غواړه

تفسیر

زر دی چې وایي به بعضې د هغو خلکو نه چې بحث کوي د دوی په قصه کې د شمېر د دوی نه: چې دوی درې کسان دي او څلورم یې سپی دی، او بعضې به وایي چې دوی پنځه کسان دي شپږم د دوی سپی دی، او دې دواړو ډلو چې دا خبره کړې نو دا یې د خپل ګومان مطابق کړې پغیر د دلیل نه، او بعضې وایي: دوی اوه کسان دي او اتم یې سپی دی، ووایه -ای پیغبمره-: یقینا رب زما ښه پوهه دی په شمېر د دوی، نه پوهیږي د دوی په شمېر مګر لږ خلک هغوی چې الله تعالی ورته د دوی شمېر ورښودلی، نو ته بحث مه کوه د دوی په شمېر کې او نه په نورو احوالو د دوی کې د اهل کتابو او نه د نورو خلکو سره مګر بحث ښکاره چې ژوروالی پکې نه وي، داسې چې یوازې په هغو معلوماتو بسنه وکړې کوم چې د هغو باره کې په تا باندې وحې راغلې ده، او ته پوښتنه مه کوه د هیچا نه د هغوی تفصیلې حالاتو باره کې، ځکه چې دوی په دې باندې نه پوهیږي.