إِلَّا بَلَٰغٗا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِسَٰلَٰتِهِۦۚ وَمَن يَعۡصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ لَهُۥ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ٢٣
72-23 مګر د الله له جانبه د تبلیغ او د هغه د پېغام رسولو (اختیارمن یم) او هغه څوك چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وكړي، نو بېشكه د ده لپاره د جهنم اور دى، چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي
تفسیر
خو زه چې د څه واک لرم هغه داچې هغه څه رسوم چې الله يې تاسو ته د رسولو امر راته کړی دی، او هغه پيغام رسوم چې تاسو ته يې ورسره لېږلی يم، چا چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وکړه؛ نو پايله يې دوزخ ته ننوتل دي چې تل ترتله به پکې وي، هيڅکله به نه ترې وځي.