وَأَنَّهُۥ لَمَّا قَامَ عَبۡدُ ٱللَّهِ يَدۡعُوهُ كَادُواْ يَكُونُونَ عَلَيۡهِ لِبَدٗا ١٩
72-19 او دا چې یقینًا شان دا دى چې كله د الله بنده (محمدﷺ لمانځه ته) ودرېده، چې دغه (الله) يې باله، (نو) دوى نژدې وو چې په ده باندې په یو بل پسې ورپرېوتونكي شي
تفسیر
او دا چې کله د الله بنده محمد صلی الله عليه وسلم ولاړ شو چې په نخله (مقام) ناو کې د خپل پالونکي عبادت وکړي، نېږدې و چې پېريان د هغه د قرآن لوستلو ته د غوږ نيولو پر مهال د زيات ازدحام له امله پر هغه پاس له پاسه شي.