قُل لِّلَّذِينَ ءَامَنُواْ يَغۡفِرُواْ لِلَّذِينَ لَا يَرۡجُونَ أَيَّامَ ٱللَّهِ لِيَجۡزِيَ قَوۡمَۢا بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ ١٤
45-14 (اى نبي!) ته هغو كسانو ته ووایه چې ایمان راوړى دى چې هغو كسانو ته دې بخښنه كوي چې د الله د ورځو (حوادثو) امېد نه لري، د دې لپاره چې دى (الله پخپله) یوې ډلې ته د هغوى د كړيو كارونو بدله وركړي
تفسیر
ای رسوله! هغو کسانو ته ووايه: چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه رسولان يې رېښتيني بللي، له هغو کافرانو چې د الله د نعمتونو او کړاوونو پروا نه لري د هغوی له هغو بدو کړنو دې تېريږي چې له دوی سره يې کړې دي، ځکه الله له صبرکوونکو مؤمنانو هر یوه ته او ظلم کوونکو کافرانو ته د هغه څه بدله ورکوي چې هغوی په دنيا کې کوم کارونه کوي.