إِنَّ ٱلَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصۡوَٰتَهُمۡ عِندَ رَسُولِ ٱللَّهِ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱمۡتَحَنَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُمۡ لِلتَّقۡوَىٰۚ لَهُم مَّغۡفِرَةٞ وَأَجۡرٌ عَظِيمٌ ٣
49-3 بېشكه هغه كسان چې د الله د رسول په وړاندې خپل اوازونه ټیټوي ؛ دغه هغه كسان دي چې الله د دوى زړونه د تقویٰ (او پرهېزګارۍ) لپاره ازمایلي دي، د دوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى
تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، همدوی هغه کسان دي چې الله يې زړونه د خپلې تقوا لپاره ازمويلي دي، او د هغې لپاره يې ځانګړي کړي دي، هغوی لره يې د ګناهونو بښنه ده چې نه به يې پرې نيسي، او هغوی لره د قيامت په ورځ لويه بدله ده، هغه دا چې الله به يې جنت ته ننباسي.