سورت الحج، آیت 72

22:72

وَإِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٖ تَعۡرِفُ فِي وُجُوهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ ٱلۡمُنكَرَۖ يَكَادُونَ يَسۡطُونَ بِٱلَّذِينَ يَتۡلُونَ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِنَاۗ قُلۡ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرّٖ مِّن ذَٰلِكُمُۚ ٱلنَّارُ وَعَدَهَا ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ ٧٢

22-72 او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه ولوستل شي، چې ډېر واضح دي، (نو) ته د كافران شویو كسانو په مخونو انكار پېژنې، نژدې وي چې دوى په هغو كسانو حمله وكړي چې دوى ته زمونږ ایتونه تلاوت كوي، ته (دوى ته) ووایه: ایا نو زه تاسو ته له دغه نه د ډېر بد شي خبر دركړم (هغه) اور دى، الله د ده وعده كړې ده له هغو كسانو سره چې كافران شوي دي او هغه د بېرته ورتلو بد ځاى دى

تفسیر

او کله چې ولوستل شي په دوی باندې آیتونه زمونږ په قران کرېم کې چې واضحه دي، وېنې به ته په مخونو د هغو کسانو کې چې کفر یې کړی په الله تعالی انکار د دې آیتونو د هغو د تندو د کوتوالي د وجې کله چې دوی دا واوري، نږدې وي د ډېرې غصې د وجې چې حمله وکړي په هغه چا چې زمونږ ایتونه پرې لولي، ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: ایا پس خبر کړم تاسې په هغه څه چې هغه ستاسې د دې غوسې او تندي کوتوالي څخه ډیر سخت دی؟ هغه اور دی هغه چې وعده یې کړي الله تعالی د کافرانو سره چې دوی به ورته ورننباسي، او ډیر بد دی هغه ځای د ورګرځېدلو چې دوی به ورته ورګرځي.