سورت الحج، آیت 34

22:34

وَلِكُلِّ أُمَّةٖ جَعَلۡنَا مَنسَكٗا لِّيَذۡكُرُواْ ٱسۡمَ ٱللَّهِ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ ٱلۡأَنۡعَٰمِۗ فَإِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞ فَلَهُۥٓ أَسۡلِمُواْۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُخۡبِتِينَ ٣٤

22-34 او د هر امت لپاره مونږ یوه قرباني مقرر كړې ده، د دې لپاره چې دوى د الله نوم یاد كړي په هغو شیانو چې دوى ته هغه (الله) وركړي دي، چې څاروي دي، نو ستاسو حق معبود یو معبود دى، نو تاسو خاص هغه ته غاړه كېږدئ او عاجزي كوونكو ته زېرى وركړه

تفسیر

او هر یو پخواني امت لپاره مونږ مقرر کړی وه طرېقه خاصه د وینې د تویولو الله تعالی ته د نږدېکت لپاره؛ د دې لپاره چې یادوي به نوم د الله تعالی په هغو چې دوی ئې حلالوي د دغو قربانیانو نه په وخت د حلالولو کې؛ د وجې د شکر کولو نه الله تعالی لره په هغه نعمتونو چې دوی ته یې ورکړي د اوښانو او غواګانو او ګډو بزو څخه، نو حقدرا د بندګۍ ستاسې په رښتیا سره -ای خلکو- یو دی هیڅ شریک ورله نشته، نو خاص یواځې هغه ته غاړه کیږدئ او د هغه تابعداري وکړئ، او زیری ورکړه -ای پېغمبره- عاجزي کوونکو او اخلاص کوونکو ته په هغه څه چې دوی پرې خوشحالیږي.