سورت الحديد، آیت 6

57:6

يُولِجُ ٱلَّيۡلَ فِي ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِي ٱلَّيۡلِۚ وَهُوَ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ٦

57-6 دى شپه په ورځ كې ننباسي او ورځ په شپه كې ننباسي او دى د سینو په پټو خبرو ښه عالم دى

تفسیر

هغه شپه په ورځ ور ننباسي چې تياره راځي، او خلک ويده کيږي، او ورځ په شپه ور ننباسي، چې رڼا راځي، خلک يې خپلو کارونو ته ځي، او هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې د بندګانو په سينو کې يې دي، له هغه هيڅ هم نه ترې پټيږي.