سورت الحديد، آیت 24

57:24

ٱلَّذِينَ يَبۡخَلُونَ وَيَأۡمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلۡبُخۡلِۗ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلۡغَنِيُّ ٱلۡحَمِيدُ ٢٤

57-24 هغه كسان چې (پخپله) بخل كوي او (نورو) خلقو ته (هم) د بخل كولو حكم كوي او هغه څوك چې مخ يې وګرځاوه، نو بېشكه الله، هم دى ښه بې پروا، ډېر ستايل شوى دى

تفسیر

هغه کسان چې پر هغه څه بخيلي کوي چې لګول يې پرې واجب دي، او نورو ته په بخيلۍ امر کوي هغوی تاوانيان دي، او څوک چې د الله له پيروۍ مخ ګرځوي الله ته به هيڅکله زيان ونه رسوي او هغه يوازې ځانته زيان رسوي، پرته له شکه الله بې پروا دی، د خپلوبندګانو لمانځلو ته اړتيا نه لري، په هر حال ستايل شوی دی.