سَابِقُوٓاْ إِلَىٰ مَغۡفِرَةٖ مِّن رَّبِّكُمۡ وَجَنَّةٍ عَرۡضُهَا كَعَرۡضِ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ أُعِدَّتۡ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦۚ ذَٰلِكَ فَضۡلُ ٱللَّهِ يُؤۡتِيهِ مَن يَشَآءُۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلۡفَضۡلِ ٱلۡعَظِيمِ ٢١
57-21 تاسو تلوار وكړئ د الله له جانبه مغفرت ته او داسې جنت ته چې د هغه پلنوالى د اسمان او ځمكې د پلنوالي په شان دى، د هغو كسانو لپاره تیار كړى شوى دى چې په الله او د هغه په رسولانو ایمان لري، دغه د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي دغه وركوي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
تفسیر
ای خلکو! د داسې نېکو اعمالو لوري ته را منډه کړئ چې د خپلو ګناهونو بښنه پرې ترلاسه کوئ، لکه توبه او نور ښه کارونه، او د دې لپاره چې داسې جنت پرې ترلاسه کړئ چې پراخوالی يې د آسمان او ځمکې د پراخوالي غوندې دی، دغه جنت الله د هغوکسانو لپاره چمتو کړی چې پر هغه يې ايمان راوړی او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړی، دغه بدله د الله پېرزوينه ده له بندګانو يې چې چاته وغواړي ورکوي يې، او الله پاک پر خپلو مؤمنو بندګانو يې د لويې پېرزوينې څښتن دی.