إِنَّ ٱلۡمُصَّدِّقِينَ وَٱلۡمُصَّدِّقَٰتِ وَأَقۡرَضُواْ ٱللَّهَ قَرۡضًا حَسَنٗا يُضَٰعَفُ لَهُمۡ وَلَهُمۡ أَجۡرٞ كَرِيمٞ ١٨
57-18 بېشكه خیرات كوونكي سړي او خیرات كوونكې ښځې او هغه چې الله ته قرض وركوي، ښه قرض، د دوى لپاره (دغه قرضِ حسن) دوچند كولى شي او د دوى لپاره ډېر د عزت اجر دي
تفسیر
پرته له شکه د ځينو خپل مالونو خيرات کوونکي، او د ځينو خپلو مالونو خيرات کوونکې، هغه کسان چې پرته له احسان او آزاره د زړونو په خوښه مالونه خيراتوي، هغوی لره به يې د کړنو بدله څو برابره کړل شي: يوه نيکي به د لسو برابره تر اوو سوو او زياتو برابرو پورې وي، او هغوی لره له دې سره د الله په وړاندې عزتمن ثواب وي او هغه جنت دی.